اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي سره د سماجی او معاشی ستونزو زم??نږ ميرمنو په قامی او نړيواله كچه خپل صلاحیتونه كارولې او ښې کامیابۍ ئې ترلاسه كړې دي ۔ د سیاسی میدان نه تر وسله والو ځواكونو ٬ لوبو او سېلګرۍ د ژوند په ټولو څانګو كښې زم??نږه مي??من?? بشپړ كردار ترسره كوي۔ د ميرمنو نړيوالې ورځ پھ موقع خپل يو پيغام كښې خارجه وزير ووئيل نن مونږ په ټوله نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې د ميرمنو په بيلو څانګو كښې د ښو کامیابیو او کارنامو اعتراف کوو۔ د پاکستان ميرمنو د خپل كلك عزم او پرله پسې هڅو سره نړۍ كښې خپل شناخت جوړ كړې۔ خارجه وزير ووئيل مادر ملت محترمه فاطمه جناح په قیادت كښې زم??نږ مېرمنو د پاكستان تحریك كښې تاریخی کردار ترسره كړې۔ بينظیر بھټو دوه ځله ?? پاکستان وزیراعظمه جوړه شوې چې ورسره پاکستان په نړيواله كچه يو مثبت تشخس ترلاسه كړې۔ ده ووئېل عاصمه جهانګیر د بشري حقونو علمبردارې او د حکومت يو ښه ناقدې په توګه كردار ترسره كړې۔ده ووئيل ملاله یوسف ??ئی د تعلیم په اړه هېواد له په ټوله نړۍ كښې يو نوې شناخت وركړې او د علم تحریك ئې پيل كړې۔ده ووئېل 23 كلنې ثمینه د نړۍ په تر ټولو لوړه غونډۍ ماؤنټ ایورسټ د پاکستان بيرغ هسك كړې او يو نوې تاريخ ئې جوړ كړې۔ د بهاولپور عائشه فاروق فائټر جیټ الوزولې او د پاك فضائیه برخې په توګه ئې د پاکستانو ميرمنو جذبه زياته كړې۔خارجه وزير ووئيل د پاکستان ميرمنو د ژوند په ټولو څانګو كښې پخپل همت يو مقام جوړ كړې۔ پريكړو كولو او په هغې عمل درآمد كښې هم ميرمنو د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل حکومت د تعلیم پشمول ميرمنو له ?? ټولو حقونو وركولو او د هغوي تحفظ له په زړه پورې هڅې كوي۔ دغسې ميرمنو له په ټولنه كښې د هغوي حقیقی مقام وركولو له ??ه حکومت خپلې هڅې روانې ساتي
متعلقہ مضامین
-
Sindh HC seeks explanation over police recruitment
-
Belgian delegation explores strategic collaboration with the ICCI
-
Sindh Police boxer honored for defeating Indian opponent
-
آن لائن سٹی آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے: شہری سہولیات تک آسان رسائی
-
Bilawal urges party activists to work hard for PPP, democracy
-
Five of family drown in Seehar canal
-
Public-private partnership suggested to protect rights
-
قابل اعتماد تفریحی داخلہ کے لیے کال کریں اور شاندار انعامات جیتیں
-
گرین چلی پپرس آفیشل گیم ویب سائٹ کا تعارف اور خصوصیات
-
Baccarat آفیشل گیم آفیشل ویب سائٹ کے ساتھ پریمیم گیمنگ کا تجربہ
-
MT آن لائن آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل طریقہ
-
Mahjong Road - سرکاری گیم ویب سائٹ پر کلاسیک مہجونگ گیم ڈاؤن لوڈ کریں اور لطف اٹھائیں